شمالي کوریا د هوا ضد یو نوی ډول توغندی ازمویلی دی، شمالي کوریا د تیرې یوې میاشتې په دننه کې دا څلورم توغندی دی چې ازمايي یې. د شمالي کوریا لخوا په پرله پسې ډول سره د توغندیو ازمایښت د نړیوالې ټولنې اندېښنې راپارولي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د شمالي کوریا لخوا د توغندیو وروستي ازمایښتونه په سیمه او نړۍ کې د بې ثباتۍ او ناامنیو ته د لمن وهوونکو اقدماتو په توګه یادونه کړې ده. هغه ویلي چې شمالي کوریا د دې ازمایښتونو سره د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک نه تیریو ته دوام ورکوي. نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې مسئلې سره جدي برخورد وکړي.
































