د راپورونو له مخې عمران خان په یوه تلیفوني مکالمه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي او له هغه یې غوښتي چې په دغه هېواد کې د ملي پخلاینې لپاره کار وکړي. سرچینه کاږي عمران خان دغه راز ټینګار کړی چې افغانستان اقتصادي همکاریو او بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او تاجکستان ته په کار ده چې په دې برخه کې همکاري وکړي. نوموړي دغه راز ټینګار کړی چې افغانستان ته له اوږدو کلونو وروسته نسبي سوله راغلې ده چې د سیمې د هېوادونو په همکارۍ کېدای شي دغه سوله او ثبات دایمي شي. د تاجکستان ولسمشر ویلي چې دوی له نړیوال نظم او ثبات سره همکاري کوي.
































