د پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته وسله وال برید کې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د پاکستان پوځ ویلي چې دا پېښه د شمالي وزیرستان په ګړیوم سیمه کې د پوځیانو پر پوسته د وسله والو د برید له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه پوځیان ځای پر ځای وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د یاد برید پړه د پاکستاني طا لبانو تحریک پر غاړه اخیستې ده او د ورته نورو بریدونو خبرداری یې ورکړی دی.
































