څو ورځې وړاندې امریکا اعلان وکړ چې تر غږ چټک توغندی یې ازمویلی دی او دغه توغندی تر غږ پنځه ځله چټک دی. اوس تازه روسي رسنیو ویلي چې مسکو هم تر غږ چټک توغندی ازمویلی دی. د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین ویلي چې دغه هېواد د وسلو د جوړولو او تولید له اړخه د ماتېدو نه دی. دا مزایل له یوې نظامي بېړۍ توغول شوی او روسي چارواکي وايي چې ازمویښت یې بریالی و. شمالي کوریا هم په وروستیو کې اعلان وکړ چې د غږ هومره چټک توغندی یې ازمویلی دی او د وسلو په روان رقابت کې شاته پاتې والی نه مني.
































