د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې نړۍ کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر له درې میلیونه واوښت. د جانز هاپکنز پوهنتون وایي تر دې دمه څه باندې ۸۹۶ زره کسان چې په دغه ویروس ککړ وو، بېرته ښه شوي دي. همدارنګه ۲۱۱۳۴۹ کسان د دغه ویروس له امله مړه شوي دي. کرونا وبا تر بل هر هېواد امریکا ډېره ځپلې ده. په دغه هېواد کې تردې دمه څه باندې ۵۶زره کسان مړه شوي دي، دا د ویتنام په جګړه کې د امریکا د وژل شویو امریکایانو شمېر ته نژدې دی، هلته شاوخوا ۵۸ زره امریکایان وژل شوي وو. دغه راز نږدې ۹۹۰زره نور امریکایان په دغه ویروس اخته دي. په امریکا پسې وروسته کرونا ډېر کسان په ایټالیا کې مړه کړي چې شمېر یې نژدې ۲۷زره ته رسیږي او څه باندې ۱۹۴زره نور کسان پرې اخته دي.
































