لوړه سلنه امریکایان په دې باور دي چې بایډن د امریکا د ادارې وړتیا او صلاحیت نه لري. په امریکا کې د یوه پوهنتون له لوري ترسره شوې نظر پوښتنه ښيي چې په دغه هېواد کې د جو بايډن محبوبیت مخ پر کمېدو دی. سرچینه وایي همدا اوس ۵۵ سلنه امریکایان په دې باور دي چې جو بایډن د امریکا د مدیریت او ادارې وړتیا نه لري او حکومت یې ناکام دی. ۴۵ سلنه بیا په دې باور دي چې هغه په سمه روان دی. همدا راز په دې نظر پوښتنه کې د افغانستان په اړه هم پوښتنې شوې دي او شاوخوا ۲۸ سلنه امریکایانو له افغانستان د سرتېرو ایستل پر ځای ګام بللی دی. پر بایډن په وروستیو کې په کابل کې د تخلیې پر ماموریت سختې نیوکې روانې دي او ډېری امریکایان په دې باور دي چې د بایډن ناسم مدیریت د کابل په هوایي ډګر کې ناورین رامنځ ته کړ.
































