ترکیه وايي، د سوریې شمال ختیځ ته په عفرین ښار کې د موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي. د سوریې پوله کې د ترکیې د هاتیه ولایت والي وايي، له لاسي بمونو ډک د تېلو ټانکر ته د پلور او پېر په یوه مارکېټ کې چاودنه ور کړل شوې ده. د ترکیې حکومت د وای پي جي په نوم د کورد وسله والو ډله ددې برید په ترسره کولو تورنوي. د سوریې عفرین ښار د ترک ځواکونو او د دوی ملاتړو سوریایانو له خوا اداره کېږي چې د بشار الاسد مخالف دي. د ترکیې دفاع وزارت وايي، دې برید کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ټول ولسي وګړي وژل شوي او ۴۷ نور ټپي شوي دي.
































