په ترکیه کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر نیږدې ۱۱۵زره ته رسېدلی دی. په دې هېواد کې نیږدې درې زره کسان تر اوسه پورې ددې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې ترکیه په اسیا کې لومړنی هېواد دی، چې د کرونا مثبتې پېښې پکې ډېرې دي. د شمېرو له مخې په ترکیه کې تر اوسه پورې۱۱۴۶۵۳ کسان په دې ویروس اخته شوي، ۲۹۹۲ کسان یې مړه کړي او ۳۸۸۰۹ کسان بیا بېرته روغ شوي دي.
































