د کندهار ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د اهل تشیع په «فاطمیه امام بارګاه» جومات کې نن د جمعې لمانځه پر مهال د چاودنې له امله ۳۷ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي. د پېښې یوشمېر عیني شاهدان وایي، چاودنې درې وې چې دوه یې د جومات دننه او بله یې د جومات په دروازه کې شوې ده. د دغې پېښې مړي او ټپیان د کندهار ولایت میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي. سرچینې زیاتوي چې له پېښه څخه روغتون ته د وړل شویو یوشمېر ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی او تراوسه ورته په لسګونه ټپیان راوړل شوي دي. د ا.ا.ا دغه برید په کلکه غندلی او امنیتي ځواکونو ته یې لار ښوونه کړې، چې د دغه ډول پېښو عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.












