ایران له افغانستان سره د مرستو پر دوام په کندهار ولایت کې د تېرې جمعې د برید قربانیانو ته مرسته را لېږلې ده. دغه مرسته د ایراني الوتکې له لوري نن کندهار ولایت ته را رسېدلې ده او په پام کې ده چې په یاد ولایت کې د تېرې اوونۍ د ترهګریزې پېښې پر قربانیانو ووېشل شي. دغه راز ویل کېږي چې ایراني ډاکتران به په کندهار کې د تېر ترهګریز برید قربانیانو درملنه وکړي او د هغو چې ټپونه شدید دي هغه به ورسره ایران ته ولېږدوي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې ایران په کندوز کې هم پر یو جومات د داعش ډلې تر برید وروسته یاد ولایت ته د لومړنیو طبي مرستو سربېره بشري مرسته رالېږلې وه.
































