نشنل انټرسټ نشریې په یوه اوږده مطلب کې په افغانستان کې د امریکا فعالیتونو، د امریکایي چارواکو څرګندونو او روان وضعیت ته کتنه کړې ده. سرچینه کاږي د امریکایي چارواکو له څرګندونو او دغه راز په افغانستان کې له روان وضعیت ښکاري چې په دغه هېواد کې د امریکا جګړه پای ته نه ده رسېدلې، بلکې د جګړې تکتیک بدل شوی او د حضوري جګړې پر ځای غواړي د ډرون په وسیله خپل هدفونه په نښه کړي. نشنل انټرسټ د امریکا دغه ډول احتمالي اقدامات غندي او په خبره یې که امریکایي چارواکي په افغانستان کې بله هر ډول مداخله وکړي او یا په نورو د جګړو د دوام په لټه کې وي دا به امریکا او د دوی متحدینو ته نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي.
































