د ا.ا.ا وايي، د مسکو په غونډه کې د خپل دریځ د مطرح کېدو لپاره د موضوعاتو یو بشپړ نوملړ لري. مسکو سبا د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی. دې غونډې ته د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ ۱۱ هېوادونو استازي ور بلل شوي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پلاوی یې له یوه روښانه دریځ سره دې غونډه کې ګډون کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د مسکو د غونډې مهمه موضوع د افغانستان په اړه د یوې سیمهییزې اجماع جوړېدل دي. روسیه وايي، په نورو موضوعاتو د بحث ترڅنګ به، د طا لبانو پر پلاوي د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو لپاره ټینګار وشي.
































