اسوشیټډ پریس د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه یو راپور کې ویلي چې افغانان ځانګړې توګه ښاري خلک ورځ تر بلې له اقتصادي حالت څخه ستړي کېږي او شکایتونه یې ډېرېږي. راپور کاږي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت پام وړ خراب شوی دی او فقر هم ورسره سم په زیاتېدو دی. راپور کې راغلي، چې په دولتي ادارو کې تنخواګانې نه شته او د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي. د راپور له مخې، د افغانستان اقتصاد پر وارداتو او بهرنیو مرستو چلېږي خو ښه خبر دا دی چې طالبان هڅه کوي په بانکي سکټور کې پخواني متخصص مامورین جذب کړي څو په دې سره وکولی شي اقتصادي وضعیت تر یو حده کنټرول او د خلکو باور تر لاسه کړي. د راپور یوه برخه کې راځي چې که چېرته د افغانستان ملي پانګه ازاده نه شي او د بهرنیو مرستو عملي بهیر پیل نه شي نو ستونزې به لا ډېرې شي.
































