د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ یو شمېر بزګران وایي چې سږکال یې د نورو کلونو په پرتله د وریجو حاصلات څو برابره ډېر شوي دي. دوی وایي چې که څه هم سږکال د وچکالۍ له امله د وریجو کر ډېر نه دی شوی خو زیاتوي چې کرل شوې وریجې له طبیعي افاتو په امان دي او حاصلات یې تر تېرو کلونو ډېر دي. بزګران وایي چې که دولت ورسره همکاري وکړي او اصلاح شوي تخمونه ورکړي نو دا حاصلات نور هم ډېرېدلی شي. دوی دغه راز ویلي چې تر اوسه پورې دوی ته د وریجو اصلاح شوي تخمونه نه دي ورکړل شوي، د غنمو هغه وېشل کېږي خو په داسې وخت کې چې غنم کرل شوي وي. هغوی له کرنې وزارت څخه غوښتنه کوي چې وېشل کېدونکي تخمونه پر وخت ورکړي.
































