په بامیانو کې هم ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شول. د راپورونو له مخې په بامیانو کې د لیسې دورې نجونو ته اجازه ورکړل شوې چې ښوونځیو ته لاړې شي. سرچینه کاږي چې ټولې نجونې کولی شي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي خو دوی ته به د ښځینه ښوونکو له لوري تدریس کېږي. تر دې وړاندې په سرپل، بلخ او کندوز ولایتونو کې هم ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شوي ي. په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم د هېواد په ټولو ولایتونو کې د نجونو ښوونځي تړل شوي وو، چې په تدریجي توګه یې د پرانیستلو لړۍ پيل شوې ده. بلخوا بیا د پوهنتونونو دروازې لا هم د محصیلینو پر مخ تړلې دي او د ا.ا کابینه وایي چې ژر به یې د پرانیستلو لپاره لاس په کار شي.
































