د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا د وروستیو ازمویښتونو په تړاو بېړنۍ ناسته رابللې ده. د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي چې شمالي کوریا ددغه شورا د پرېکړو پر خلاف له سمندر وچې ته لرې واټن وېشتونکی توغندی ازمویلی دی. سرچینه وایي دا توغندی د شمالي کوریا د اوبتولونو په مرسته ازمویل شوی دی او دغه هېواد ته دا امکان ورکوي چې خپل هدف په لا سمه توګه په نښه کړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي چې د شمالي کوریا دا سرغړونې ورته د منلو نه دي او جدي اړتیا ده چې له دې ډول ورانوونکو اقداماتو را وګرځول شي. امنیت شورا به نن د شمالي کوریا په اړه خپله پرېکړه هم اعلانوي.
































