د حزب اسلامي افغانستان مشر عبدالهادي ارغندیوال وايي ځینې بهرنۍ کړۍ هڅې کوي چې یو ځل بیا پر افغانانو جګړه وتپي. د نوموړي په خبره، په ټولنیزو رسنیو کې یو لېست خپور شوی، چې د عبدالهادي ارغندیوال په ګډون د حزب اسلامي مرستیال انجنیر محمد خان رحماني نومونه هم پکې راغلي چې ګواکې د مقاومت په نوم د کومې جنګي جبهې د جوړولو په لټه کې دي. ارغندیوال وايي چې دوی به په هېڅ داسې توطیه کې ګډون ونه کړي چې د اسلام، اسلامي نظام او مظلومو افغانانو پرخلاف وي.
































