ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې دې ټول بنسټونه د اقتصادي ماتې د مخنیوي لپاره هڅې وکړي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبور لاینز د مالیې وزارت له چارواکو او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر بېلو مسایلو او بشري مرستو خبرې شوې دي. دیبورا لاینز ویلي چې دوی له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او ددې تمه لري چې په دغه هېواد کې د ناورین مخنیوی وکړي. ددې تر څنګ نوموړې ویلي چې د افغانستان ټول بنسټونه په تېره هغه برخې چې له اقتصادي ودې او پرمختګ سره اړیکه لري باید په پوره جدیت کوښښ وکړي چې له اقتصادي ماتې مخنیوی وکړي.
































