ایران ویلي چې که چېرته اسراییل د ایران تر سرو کرښو پښه واړوي نو سخت به یې وځپي. د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني د اسراییلو د هغو څرګندونو په ځواب کې چې ویلي یې وو پر ایران د برید لپاره تر یو نیم میلیارد ډېره بودجه یې ځانګړې کړې ده ویلي، چې اسراییل دې پر ایران د برید پر ځای د هغو ورانیو د رغولو لپاره هم مخکې له مخکې بودجه ځانګړې کړي چې د ایران تر ګوزار وروسته ورته رسېږي. شمخاني زیاته کړې چې اسراییل دې له خولې سره پام کوي او تر سرو کرښو دې پښه نه اړوي کنه د ایران تر ټولو سخت ګوزار ته دې منتظر اوسي.












