د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد ویلي، د یوې پیاوړې او پرمختللې اردو جوړولو لپاره یې کار پیل کړی دی. د مجاهد له لوري په خپاره شوي وروستي غږیز پیغام کې راغلي چې د افغانستان ا.ا پلان لري چې په پرمختللو وسلو سمبال پیاوړې اردو جوړه کړي څو په ډېر ویاړ د افغانستان له لوېشت لوېشت خاورې څخه ساتنه وکړي. هغه دغه راز زیاته کړې، د همدې اردو په رامنځته کېدو سره به ډاډ تر لاسه کړي چې له افغان خاورې څخه د هېڅ هېواد پر ضد کار نه اخیستل کېږي. هغه ټینګار کړی دی چې دوی په تېرو دوو لسیزو کې د اشغال پر وړاندې کارنده مبارزه کړې ده او له دې وروسته به هم خپلې دندې ته دوام ورکړي.
































