د افغانستان ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په یو غږیز پیغام کې ویلي چې په دوحه کې د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې پرېکړه شوې ده چې د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پراخیتا لپاره درې ګونې کمېټه خپل کارونه پیل کړي. د نوموړي په خبره، د دې کمېټو له ډلې یوه به یې د سیاسي او ډیپلوماټیکو موضوعاتو لپاره وي، دویمه به د چین او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او پیاوړتیا لپاره او دریمه هغه به په ځانګړې توګه په افغانستان کې د چین د پروژو د عملي کولو، د استخراجاتو او نورو داسې پروژو په برخه کې کار کوي چې مستقماً د افغانستان پر اقتصاد مثبت اثر لري. مجاهد دغه راز څرګنده کړې چې چین له افغانستان سره د یو میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی او د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت یې د خوراکي او روغتیایي توکو مرستې ژمنه هم کړې ده.
































