د سي ان ان د خبر له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ قطر کې د وروستۍ پریکړې او مهال ویش خلاف، امریکایي ځواکونو له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده، په خبر کې راغلي چې تر دې دمه د ایستل شویو سرتیرو کره شمیر نه دی په ډاګه شوی خو دغه چټک ایستل د ټرمپ د هغه امر سره تړاو لري چې دې وروستیو کې یې له کرونا وبا څخه د مخنیوي په موخه پنتاګون ته کړی دی.
د سي ان ان د خبر لپاره دلته کلیک وکړی
https://www.cnn.com/2020/04/30/politics/us-troops-afghanistan-drawdown/index.html
































