چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

چین د ټولې نړۍ د عدالت ساتلو لپاره مهم رول لوبولی

لیکنه: هیله؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 28, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
چین د ټولې نړۍ د عدالت ساتلو لپاره مهم رول لوبولی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سږ کال د اکتوبر ۲۵مه نېټه په ملګرو ملتونو کې د چين ولسي جمهوريت د قانوني څوکۍ د اعاده کېدو له ۵۰مې کاليزې سره برابره وه. د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ شورا پخواني سرمنشي سوپچی (Supachai) څو ورځې مخکې د چین ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې ويلي، چې په ملګرو ملتونو کې د چین ولسي جمهوريت د قانوني څوکۍ اعاده کېدل نړۍ ته د عدالت رول لوبولی او د نړيوالې ټولنې د سولې او ثبات ساتلو لپاره يې ستر خدمتونه ترسره کړي دي.

چين په نړۍ کې تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد دی او تل یې د پراخو پرمختیايي هېوادونو د ګټو لپاره غږ پورته کړی دی. دغه راز چین د امريکا په مشرۍ د لوېديځو هېوادونو انحصار ماته کړی او د چين په ګډون سره  د ملګرو ملتونو  سازمان رښتينی استازیتوب لري او تر یوې اندازې پورې یې نړيوال شکل د عدالت او مساواتو پر لوري روان شوی دی.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

 پوښتنه دا ده، چې ولې چين د پرمختيايي هېوادونو د غږ پورته کولو زړورتوب لري؟ یو مهم لامل يې دا دی چې د چين اقتصاد په تېرو لسګونو کې ګړندی پرمختګ موندلی، په تېره بيا چین کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو تر پلې کېدو وروسته د اقتصادي زیاتوالی سرعت يې ډېر چټک شوی او د وګړیو د ژوند سویه یې ډېره لوړه شوې ده. د دغه هېواد د حکومت او خلکو په ګډو کوښښونو سره، په ۲۰۲۰م کال کې دغه هېواد کې د سختې بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونه بشپړ شوي او له ټاکلي وخت ۱۰ کاله مخکې يې د ملګرو ملتونو تر ۲۰۳۰م کال پورې د دوامدار پرمختګ په اجنډا کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو ټاکلې موخه عملي کړې ده. په داسې حال کې چې کرونا وبا په ګردې نړۍ کې ګړندۍ خپره شوې او پر نړيوال اقتصاد يې سخته منفي اغېزه کړې، چین لومړی دغه وبا کنټرول کړې او همدا راز یې اقتصادي احیا پيل  کړې. د سږ کال په تېرو ۹ میاشتو کې د چين د کورنیو توليداتو ارزښت له ۱۱.۷ زرو ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی او د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۹.۸ سلنه زیات شوی. ويل کېږي چې چين د نړيوال اقتصاد د احیا کېدو لپاره قوي ماشین دی. په عین وخت کې، چین د فضايي تکنالوژۍ، د اقليمي بدلون سره د مقابلې، د بيولوژيکي تنوع ساتلو او د سپورټ په شمول ډېرو برخو کې هم د ليدو وړ پرمختګونه تر لاسه کړي دي. د هېواد عمومي توان يې په دوامداره توګه لوړ شوی او دا په ملګرو ملتونو کې د چين لخوا د پرمختيايي هېوادونو په استازيتوب د غږ پورته کولو لپاره د باور او زړورتوب سرچینه ده.

چین د خپل ځان پرمختګ د موندلو  تر څنګ له  ډېرو پرمختیايي هېوادونو سره پراخه مرستې هم کړې او تل پر څواړخيز نظام يې ټينګار کړی چې د ګډې سمسورتیا، د دوامدار پرمختګ او د نړيوال نظام د ساتلو په ساحو کې يې مهم رول لوبولی دی. د یو کمربند او یوې لارې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو وړانديزونه چې د چین د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې  شوي، له نړيوالې ټولنې سره د ښې راتلونکې د جوړولو په اړه د چین نیکې هيلې ښکاري. اوس ۱۴۰ هېوادونو او ۳۲ نړيوالو سازمانونو د یو کمربند او یوې لارې د جوړولو پروژه کې ګډون کړی. بله خوا، چین له ۱۹۹۰ کال راهيسې د ملګرو ملتونو په ۲۵ سوله ساتونکو دندو کې برخه درلودلې چې په عمومي توګه دغو دندو ته څه باندې ۴۰ زره سرتيري يې ورليږلي دي.

د يادولو وړ ده، چې چین هېڅکله د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخله نه ده کړې او پر هېڅ هېواد يې تېری نه دی کړی. چین تل پر سوله ييز پرمختګ ټينګار کړی او خپلې ژمنې يې هميشه پوره کړي دي . د کرونا وبا تر رامنځته کېدو وروسته، چین د دغه وبا ضد واکسين جوړ کړی او په اړه یې څېړنې تر سره کړي او ژمنه يې کړې چې د چين لخوا توليد واکسين به په نړۍ کې عامه توليدات وګرځي. تر اوسه پورې چين څه باندې سلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته له ۱.۵ ميليارډه ډوزو زیات واکسين برابر کړی دی، خو په عين وخت کې د امريکا په شمول لوېديځو هېوادونو نږدې ۶ سوه ميلیونه ډوزه واکسين زېرمه کړی دی.

ويل کېږي چې په ملګرو ملتونو کې د چین ولسي جمهوريت د قانوني څوکۍ د اعاده کېدو ۵۰مه کاليزه د دغه هېواد یوه تلپاتې نښه ده، هغه به په راتلونکی کې د نړيوالې ټولنې او انسانانو د عادلانه پرمختګ لپاره لا زیات خدمتونه وکړي.

Previous Post

پښتونخوا کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي

Next Post

امريکا بايد په افغانستان کې د جنګي جنايتونو پړه پر غاړه واخلي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
امريکا بايد په افغانستان کې د جنګي جنايتونو پړه پر غاړه واخلي

امريکا بايد په افغانستان کې د جنګي جنايتونو پړه پر غاړه واخلي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هرات کې د غالیو فابریکې د کورني بازار ۴۵ سلنه اړتیا پوره کوي

هرات کې د غالیو فابریکې د کورني بازار ۴۵ سلنه اړتیا پوره کوي

دسمبر 28, 2025

Online Fruit Machines

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved