چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

امريکا بايد په افغانستان کې د جنګي جنايتونو پړه پر غاړه واخلي

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 28, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
امريکا بايد په افغانستان کې د جنګي جنايتونو پړه پر غاړه واخلي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ډېرو افغانانو په دې وروستيو ورځو کې په کابل کې لاريون ترسره کړ او په افغانستان کې د امريکا جنګي جنايتونه یې وغندل. دوی په بېلا بېلو شعارونو د امريکا او ناټو ځواکونو ټول هغه جنګي جنايتونه وغندل، چې په تېرو شلو کلونو کې يې په افغانستان کې  ترسره کړي او له امريکا يې وغوښتل، چې افغان ملت ته د جګړې تاوان ورکړي. د دې ترڅنګ لاريون کوونکو پر نړيوالې محکمې هم غږ وکړ، چې په افغانستان کې د امريکا او ناټو د جنګي جنايتونو پلټنه وکړي او د افغانانو دعوې ته دې رسيده ګي وکړي.

لاريون کوونکو ويل، چې امریکا په ۲۰۰۱م کال کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم افغانستان اشغال کړ، خو په تېرو شلو کلونو کې يې افغانستان ته سوله او پرمختګ نه، بلکې زيانونه ورسول او اوس یې بايد تاوان ورکړي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د مالوماتو له مخې امريکې د افغانستان په شل کلنې جګړې کې څه باندې سل زرو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې او د دې  شخړې له امله شاوخوا يوولس ميليونه وګړي کډوال شوي دي.  څېړونکي وايي، چې په افغانستان کې د امريکا له خوا د پيل شوې جګړې له کبله هره ورځ شاوخوا دوه سوه پنځوسو تنو ته مرګژوبله اوښته او د افغانستان اقتصاد ته يې سخت زيانونه اړولي دي.

افغانستان له اوږدې مودې راهيسې په ډېرو وروسته پاتې هېوادونو کې شمېرل کيږي او د نفوس نيمايي برخه يې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند تېروي او یوه په درېيمه برخه  نفوس یې کډول شوی دی. امريکايي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو په وروستۍ شېبې کې هم افغان ملکي  وګړو ته سخته مرګژوبله واړوله.

بي بي سي خبر ورکړی، چې د کابل په هوايي ډګر کې د تېر اګېست په ۲۶مه نېټه د شويو چاودنو له امله ډېرو ملکي وګړيو ته مرګژوبله واوښته او په مړو شويو کسانو کې زياتره يې د امريکايي ځواکونو په ډزو وژل شوي دي.

د دغو چاودنو له پېښېدو درې ورځې وروسته؛  امريکايي ځواکونو د کابل هوايي ډګر ته نږدې پر ملکي وګړو هوايي بمباري وکړه، چې له امله يې د پنځو بې ګناه ماشومانو په شمول لس تنه ملکيان ووژل شول.

د دې ترڅنګ پر خبري رسنيو د امريکايي ځواکونو له خوا د افغان بنديانو د ځورولو پېښې هم انعکاس کيږي. د امريکا د دفاع وزارت په ۲۰۱۶م کال کې دې ته اړ شو، چې د امريکايي سرتيرو له لوري د عراقي او افغان بنديانو د ځورولو په اړه څو سوه عکسونه خپاره کړي. د نړيوالې جنايي محکمې لویې څارنوالۍ په ۲۰۲۰م کال کې وويل، چې داسې شواهد ورته رسيدلي، چې له مخې يې نژدې سل افغان بنديان د پوښتنو او ګرويږنو پر مهال شکنجه شوي دي.

سربېره پردې د امريکا حکومت له يوې خوا د شعارونو په ورکولو غواړي، چې د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه وکړي، خو له بلې خوا په ننګرهار کې د داعش ډلې له فرعي څانګې څخه پټ ملاتړ کوي او حتی هغوی ته وسلې ورکوي. په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شمېر د ګوتو په شمېر و، خو دغه هيواد ته د امريکايي ځواکونو په تګ سره د ترهګرو شمېر له شلو ډلو هم پورته شو.

د شانګهای د بهرنيو ژبو پوهنتون د منځني ختيځ د څيړنيز انسټيټيوټ پروفيسور جو وي لي وايي، چې امريکا په افغانستان کې لوی جنګي جنايتونه او د انسانانو ضد کړنې ترسره کړې دي. امريکا د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم په افغانستان کې جګړه پيل کړه، خو دغه هېواد ته يې ستر ناورين ورساوه. د امريکا د جنګي جنايتونو له امله د افغانستان د حاکميت، امنيت او پرمختګ په شمول کليدي ګټې سختې ويجاړې شوي، هلته اوس بشري حقونه تضمين نه دي او د بې وزلو کسانو شمېر تر زياتې اندازې پورې ډېر شوی دی.

امريکا د افغانستان له اوسني وروسته پاتې حالت سره مستقيماً تړاو لري او په دې هېواد کې خپل جنګي جنايتونه نه شي پټولی. نړيواله ټولنه بايد د دوی د يادو جنايتونو پلټنه وکړي او نړيوالې جنايي محکمې ته دې اړونده دعوا وړاندې کړي، څو افغان ولس ته د جګړې تاوان ور کړي.

د امریکا ټولنيزپوه بيل فان اوو په يوې تبصرې کې ليکلي، چې په افغانستان کې د امريکا له خوا پیل شوې جګړه د دروغو پر بنسټ جنګي جنايت بلل کيږي. د امريکا حکومت، پوځ او خبري رسنۍ هم دغه جنګي جنايتونه ردوي او د دې جګړې پر حقيقت يې سترګې پټې کړې دي، خو نړيوال او افغانان پر حقيقت ښه پوهيږي او امريکا بايد په افغانستان کې د جنګي جنايتونو پړه پر غاړه واخلي.

Previous Post

چین د ټولې نړۍ د عدالت ساتلو لپاره مهم رول لوبولی

Next Post

بشار اسد: افغانستان کې تر ماتې وروسته د امریکا پښې لړزاندې شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
بشار اسد: افغانستان کې تر ماتې وروسته د امریکا پښې لړزاندې شوې

بشار اسد: افغانستان کې تر ماتې وروسته د امریکا پښې لړزاندې شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د پولیو ضد کمپاین پیلېږي

د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د پولیو ضد کمپاین پیلېږي

دسمبر 18, 2022
د سالنګ لویه لار د بار وړونکو موټر پر مخ وتړل شوه

د سالنګ لویه لار د بار وړونکو موټر پر مخ وتړل شوه

نوومبر 5, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved