هند تېره شپه د لومړي ځل لپاره د اټومي سرګلولې لېږدونکی بالستیک توغندی ازمویلی دی. د راپورونو له مخې، دا توغندی چې (اګني وي) نومېږي د سلګونه کلیومټرو واټن په بریالیتوب ویشتلی شي. هندي رسنۍ وایي چې دا توغندی د هندي پوځ له لوري د عبدالکلام جزیرې په اودیشا سواحلو کې ازمویل شوی دی. هندي چارواکو ویلي چې دا توغندی ان تېر کال ازموینی ته چمتو و خو د کرونا وبا له امله یې ازموینه ځنډېدلې وه.
































