چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

چين درناوی او احترام کوي خو امريکا ورباندۍ سترګې پټوي

لیکنه: ډېوه؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 30, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
چين درناوی او احترام کوي خو امريکا ورباندۍ سترګې پټوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي څو ورځي مخکې د قطر په دوحه کې د افغانستان د لنډ مهاله حکومت له سرپرست خارجه وزير امير خان متقي سره ليدنه وکړه. وانګ يي د ليدنې په ترڅ کې څرګنده کړه، چې چين د افغانستان درناوی کوي، د دغه هېواد د حالت له مخې د پرمختګ لارې او د ادارې بڼې یې درناوی کوي، د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو د بشپړتيا درناوی یېکوي او دغه راز د دغه هېواد د لنډ مهاله حکومت د ادارې د عيني حقيقت درناوی کوي.په دغو خبرو کې کليدی کلمه درناوی کول دي،چې چين د افغانستان د مسئلې په هکله تل دغه هېواد ته د درناوی دريځ غوره کوي.د درناوي او احترام پر بنسټ،زيات شمېر افغان وايي چې چين هېڅکله د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او هېڅکله د دغه هېواد له ملي حاکميت څخه تېری نه کوي.
شلو کلونو مخکې ته ګورو،د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر مياشت کې د امريکا د وخت حکومت پر افغانستان تېری وکړ ،وروسته یې اعلان وکړ، چې افغانستان تش په نامه ازاد ډيموکراتيک هېواد ته تعديل کړي چې معيار د امريکا په شکل ديموکراسي ده، خو د افغانستان ملي حاکميت او ولس ته يې نه کتل. له شلو کلونو وروسته رامنځته شوي حالت ، چې په افغانستان کې د امريکا دا ثابته کړه، چې نظامي مداخله کول او د تسلط او بادارۍ سياست دواړه ناکام شوي. د امريکا په شکل ډيموکراسي د افغانستان له حالت سره سمون نه خوري چې کمزورتيا او نيمګړتيا په څرګنده توګه ښکاره شوي. لامل يې دا دی، چې امريکا په افغانستان کې د جنګ له پيل څخه له دغه هېواد څخه د پوځ تر وتلو پورې د دغه هېواد پر ملي حالت، ملي حاکميت او د خلکو پر نظريو سترګې پټې کړې. ددغه بې پامۍ له امله په لسګونو زره افغان بې ګناه ولس د امريکايي پوځ په بريدونو کې ووژل شول او ګڼ شمېر یې په مجبوره توګه له وطن څخه نورو ځايونو ته کډه شول.
چين په ډيپلوماتيکې تګلارې کې له نورو هېوادونو سره د سوله ايز ګډ ژوند پر پنځو اصولو ټينګار کوي، چې يو د بل د ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا درناوی کوي، يو پر بل تيري نه کوي، يو د بل په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي، يو بل ته په مساوي توګه ګوري او ګډې ګټې تر لاسه کوي، په سوله کې ګډ ژوند کوي. چين د پرمختګ په هر پړاو کې پرمختللو او يا پرمختيايي ، لويو او کوچنيو هېوادونو ته د کتلو په وخت کې ټولو ته پر دغو اصولو ټينګار کوي. چين د افغانستان د ملي حاکميت د درناوي پر بنسټ د دغه هېواد له بېلا بېلو خواوو سره تماسونه ساتي، د دغه هېواد د ولس د ټاکنو احترام کوي او د دغه هېواد د سوله ايز بهير او د بيا رغونې په بهیر کې يې مهم رول لوبولی او لوبوي يې.
د روان کال په اګست کې امريکايي پوځ له افغانستان څخه په بېړنۍ او بې منظمه توګه وتلی او ورپسې د دغه هېواد د مرکزي بانک سترې پانګې يې کنګل کړي.د امريکا بې مسئولانه کړنې د افغانستان د بيا رغونې په لارې کې لا زياتې ستونزې جوړې کړې دي. چين د افغانستان د دوست ګاونډي او لوی مسئول هېواد په توګه تل د دغه هېواد بشري بحران او د ټولنې او خلکو د پرمختګ ستونزو ته پاملرنه کړېده. چين په لومړي وخت کې اعلان وکړ، چې افغانستان ته د دوه سوه ميليونو يوانو په اندازه غلې دانې ،په روان ژمي کې د مشکياتو د حلولو لپاره توکي،د کرونا ضد واکسين او درمل برابر کړي، چې تر اوسه پورې د لومړۍ جوپې توکي افغانستان ته رسيدلی دي او ولس ته ورکړل شوي. برسيره پر دې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي چين ته د افغانستان د ځانګړو توليداتو د صادراتو او چين ته د افغانو زده کوونکو د ليږلو په هکله له افغانستان سره د نظريې تبادله وکړه او دغه راز په خپله له افغانستان سره د مرستو دعملي کولو په وخت کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه ، چې د افغانستان د درناوي او ورته د مساوي کتلو د رويې پر بنسټ د دغه هېواد له بېلا بېلو خواوو سره تماس ونيسي. بېلا بېلې خواوې بايد پر دې بنسټ په ګډه له افغانستان سره مرسته وکړي چې ژر اوسني بحران حل کړي.
له دويمې سړې جګړې وروسته امريکا په ټينګه توګه وغوښتل چې د نړيوالو مشر وګرځي او ځان ته د لومړيتوب پر بنسټ د تسلط او يو اړخيز پر اصولو ټينګار کړی دی. امريکا لويو هېوادونو ته د کتلو په وخت کې بېلا بېلې لارې استفاده کړې چې د دوی د پرمختګ مخه نيسي. امريکا کوچنيو هېوادونو ته کتلو په وخت کې د خپلو ځواکونو له مخې ورباندې فشارونه اچولي دي، د کوچنيو او ضعيفو هېوادونو ملي حاکميت ته پاملرنه نه کوي، د وروسته پاتې هېوادونو د خلکو پرمشکلاتو سترګې پټوي، چې ټول فعاليتونه د ځان د سياسي او اقتصادي ګټو لپاره خدمتونه کوي.افغانستان يو داسې هېواد دی چې د امريکا د نظامي مداخلې او قدرت جوړولو له امله ويجاړ شوی دی.
امريکا له افغانستان څخه د خپلو پوځونو له ايستلو وروسته دغه هېواد ته ډېرې ستونزې جوړې ، خو امريکا چې ځان ته د نړيوال مشر په حيث ګوري، خپلې دندې نه دې اخيستي څو د افغانستان له ولسونو سره مرسته وکړي چې ژر هېواد بيا اباد کړي، خو په دغه هېواد کې پربشري مصيبتونو سترګې پټوي او په لومړي وخت کې د دغه هېواد ۹ ميليارډ او ۵۰۰ ميليونه ډالرو پانګه یې کنګل کړېده. له دې امله د افغانستان بيا رغونې کارونه له لا زياتو ستونزو سره مخ دي. امريکا په دې وخت کې چې افغانستان د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري، د دغه هېواد د خلکو ريښتني غوښتنې ته نه ګوري، د افغانستان د مسئلې په هکله خپلو تيروتنو ته نه ګوري،چې له پيل څخه تر پايه پورې نامسئولانه. سره له دې چې امريکا تازه ژمنه وکړه، چې افغانستان ته به ۱۴۴ ميليونه ډالره ورکړي، خو افغانستان او نړيواله ټولنه څنګه باور وکړي؟ د افغانستان انټرنيټ کارکوونکو په دغه خبر کې کمنتونه کړي، چې دا يو تصوير دی، مرسته دې نکوي، د افغانانو خپلې پيسی دې ازاد کړي…….

Previous Post

امریکا کې؛ د داعش د احتمالي برید په اړه پولیسو ته د احضاراتو امر شوی

Next Post

مرادوف: ژر به د ټاپي پروژې رغنیزې چارې پیل شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
مرادوف: ژر به د ټاپي پروژې رغنیزې چارې پیل شي

مرادوف: ژر به د ټاپي پروژې رغنیزې چارې پیل شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

حامد کرزی: په هیڅ حکومتي؛ تشکیل کې کار نه کوم خو سولې ته کار مې لومړیتوب دی

حامد کرزی: په هیڅ حکومتي؛ تشکیل کې کار نه کوم خو سولې ته کار مې لومړیتوب دی

اگست 30, 2020
لي چيانګ: چين به د مصنوعي ځيرکتيا او مخکښو توليدي چارو د پيوستون لپاره هڅې وکړي

لي چيانګ: چين به د مصنوعي ځيرکتيا او مخکښو توليدي چارو د پيوستون لپاره هڅې وکړي

مې 19, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved