د پاکستان پر ملي بانک سایبري برید شوی دی. د راپورونو له مخې تېره شپه د پاکستان د ملي بانک پر مرکزي سېرور سایبري برید شوی دی او ددغه بانک ټولې چارې یې له خنډ سره مخ کړې دي. رسنۍ وايي چې دمګړی په دغه بانک کې د سایبري اختلالاتو له امله د میلیونونه کسانو لپاره ستونزې جوړې شوې دي او چارې یې ځنډېدلې دي. د پاکستان ملي بانک ددغه هېواد د پوځ او دولتي کارکوونکو د معاشونو تر ټولو ستر اجرا کوونکی بنسټ دی چې پر مرکزي سېرور یې برید د پراخو ستونزو سبب شوی. بلخوا دغه بانک بیا په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د سیستم د بېرته فعالولو چارې په چټکۍ مخ ته روانې دي او ادعا کوي چې سایبري برید دوی ته مالي زیان نه دی اړولی.
































