په تېرو ۲۴ ساعتونو کې روسیه کې د کرونا وبا ۷۹۳۳ تازه پېښې ثبت شوې دي. دا په دې هېواد کې تر دې مهاله په یوه ورځ د کرونا وبا تر ټولو زیاتې پېښې دي چې ثبتېږي. له دې سره په دې هېواد کې د رسمي شمېرو له مخې په کرونا وبا د اخته کسان شمېر ۱۱۴۴۳۱ ته ورسېد. همدارنګه په روسیه کې د کرونا له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۹۶ کسانو مړینه ثبت شوې چې له دې سره په دې هېواد کې د کرونا وبا له امله د مړو شمېر ۱۱۶۹ ته ورسېد.
































