په کندهار، کونړ، بدخشان، بلخ او هرات ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ نوې پېښې ثبت شوي دي. له دې سره په روان ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د ګوزن پېښې ۱۱ ته ورسېدې. له دې پېښو دوه د کندهار په شاولیکوټ او غورک ولسوالیو کې ثبت شوي چې دواړه هلکان او عمرونه یې شپږ او نهه میاشتې ښودل شوي دي. د کونړ په شیګل، د بدخشان په یوان، د بلخ په دهدادي او د هرات په شېنډنډ ولسوالۍ کې یوه، یوه پېښه ثبت شوي ده. افغانستان یو له هغو درې هېوادونه دی چې لا هم د ماشومانو ګوزڼ ناروغي په کې زیاته ده.
































