ایران د اټومي پروګرام په برخه کې نړیوالو څارونکو ته په رښتینې مانا اجازه نه ورکوي. د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي په تازه څرګندونو کې ویلي چې ایران یې د څارونکو ډلې ته د څارنې اجازه نه ورکوي او که وضعیت همداسې دوام کوي نو دوی به د ایران پر اټومي فعالتونو د نه څار پرېکړه وکړي. دده په خبره ایران تش په نامه دوی ته د څارنې حق ورکړی دی نور هر څه د دوی په واک کې دي چې دا وضعیت د منلو نه دی. بلخوا ایران بیا وایي هر کله چې امریکا له دوی بندیزونه لرې کړل نو دوی به هم د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د بشپړ څار حق ورکړي.
































