په امریکا کې تر ۶۵ زره ډېر وګړي د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. د وروستیو راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۴۰۱۳۱۰ ته رسېدلی چې له دې ډلې ۲۳۹۶۱۴ ددغه ویروس له امله مړه شوي دي. په امریکا کې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دغه هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۱۳۱۴۵۲ ته رسېږي همدا راز ۶۵۷۷۶ کسان تر اوسه په دغه هېواد کې د کرونا له امله مړه شوي دي. ورپسې په ایټالیا کې تر دې دمه ۲۸۲۳۶ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوی دي. په هسپانیا کې ۲۴۸۲۴، په برېتانیا کې ۲۷۵۱۰، په فرانسه کې ۲۴۵۹۴ او په الما ن کې ۶۷۳۶ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.
































