که څه هم د پاکستان دولتي او استخباراتي ادارې د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د وسله والو طا لبانو د شتون خبره ردوي خو ځایي خلکو ویلي چې د پښتونخوا په ځینې سیمو ځانګړې توګه سویلي وزیرستان او پخوانۍ فاټا کې د پاکستاني حکومت واکمني نشته او واک د طا لبانو په لاس کې دی. د سیمې خلکو ویلي چې د طا لبانو د واکمنۍ ښکاره مثال دا دی چې اوس خلک خپلې دعوې د حل لپاره د پاکستاني ادارو پر ځای طا لبانو ته وروړي. په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړو هم ویلي چې په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ریاست د واکمنۍ ساحه ورځ تر بلې د تنګېدو په حال کې ده.
































