د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال مایک پنس د اسراییل او منځني ختیځ په اړه د جوبایډن پر سیاستونو توندې نیوکې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې بایډن اسراییل ته شا کړې ده او دا به ښې پایلې ونه لري. فاکس نیوز د پنس له قوله ویلي چې بایډن په غلطه روان دی ځکه چې نوموړي د فلسطین ادارې ته بودجه په نظر کې نیولې ده، له ایران سره یې اټومي تړون ته د بېرته راګرځېدو پرېکړه کړې ده او اوس هڅه کوي چې په بیت المقدس کې د فلسطینیانو لپاره کنسولګري پرانیزي. نوموړي د امریکا پر کانګرس غږ کړی دی چې د بایډن د دې غیر قانوني اقدام د مخنیوي لپاره هر څه ژر لاس په کار شي.
































