ایران یو ځل بیا ویلي چې دوی به تر هغو پورې له امریکا سره مذاکراتو ته دننه نه شي څو پورې چې واشنګټن پر ایران لګول شوي بندیزونه له یوې مخې لرې کړي نه وي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده یوې خبري ناستې ته ویلي چې تړون ته د امریکا د راګرځېدو لپاره شرایط مخکې له مخکې روښانه دي، که چېرته امریکا غواړي چې اټومي تړون ته راوګرځې او مذاکرات پیل کړي نو هغه بندیزونه باید له یوې مخې لري کړي چې له شوي تړون څخه وروسته پر ایران لګول شوي دي. خطیب زاده د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی دی چې امریکا باید دا تضمین هم ورکړي چې بیا به پر نړیوالو حقوقو ملنډې نه وهي.
































