د امریکا د سنا جرګې نامتو جمهوري غوښتونکي غړي لیندسي ګراهام د متحده ایالاتو اوسنی ولسمشر جوبایډن د تاریخ تر ټولو ناکام ولسمشر بللی دی. هغه ویلي چې بایډن د خپل عصر تر ټولو ناکام او بې کفایته ولسمشر دی. ګراهام د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې بایډن د افغانستان له موضوع سره ډېر سطحي چلند وکړ او په ډېره کمه موده کې یې پرته له کوم تضمین څخه خپل ځواکونه له دغه هېواده وایستل او ځان یې د نړۍ په کچه بدنام کړ او دغه راز یې امریکا ټولې نړۍ ته بې حیثیته کړه. نوموړي ټینګار کړی دی چې جوبایډن د امریکا د تاریخ د تر ټولو ناکام ولسمشر جیمي کارټر ریکارډ هم مات کړ او اوس نوموړی د ناکامو ولسمشرانو په سر کې قرار لري. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په امریکا کې ترسره شویو نظرپوښتنو کې هم جوبایډن خپل محبوبیت بایللی دی او ډېری امریکایان پر دې باور دي چې نوموړی د امریکا د اداره کولو وړتیا نه لري.
































