د خیبرپښتونخوا په باجوړ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته برید شوی دی چې په پایله کې یې پنځو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې، دا برید نن د باجوړ په راغګان سیمه کې د امنیتي عسکرو پر پوسته شوی دی. د سیمې پولیس چارواکو رسنیو ته ویلي چې په یاده پېښه کې درې عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. پولیسو ویلي چې دوی تر یاد برید وروسته سیمې ته رسېدلي دي خو د پېښې په تړاو یې څوک نیولي نه دي. د برید پړه تر اوسه هیڅ کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































