په امریکا کې د خوراکي توکو او د درملو اړوند ادارې ایف ډي اي په بېړنيو حالاتو کې د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره د ایبولا ناروغۍ د درمل د کارولو اجازه ورکړې. دغې ادارې ویلي، په اوس وخت کې به دغه درمل یوازې د کرونا هغو ناروغانو ته ورکول کېږی چې په روغتون کې بستري وي او وایي، وروستیو ازمایښتي پایلو یې هم نسبتاً ښه پایله لرلې ده. خو له دې سره هم سل په سله دغه درمل کارنده نه دي. له دې سره جوخت په ټوله نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر هم تر دې دمه ۳۴۸۳۱۸۴ ته رسېدلی دی. له دې ډلې ۲۴۴۷۶۰ کسه د کرونا له امله مړه شوي دي. تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په امریکا کې ثبت شوې دي. په دغه هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۱۶۰۷۷۴ ته رسېدلی چې له دې ډلې ۶۷۴۴۴ کسه تر دې دمه ترې مړه شوي دي.
































