د ایران د بندر عباس هرمزګان سیمه سختې زلزلې لړزولې ده. راپورونه وایي چې دا زلزله د ریښتر په کچه ۶.۳ وه او له امله یې شاوخوا سل کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ایران د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکو رسنیو ته ویلي چې په دې زلزله کې تر اوسه پورې یو تن مړ شوی او ۹۹ نور ټپیان دي. چارواکو زیاته کړې ده چې همدې زلزلې تر درې سوه ډېرې استوګنیزې ودانۍ هم تخریب کړې دي. چارواکې زیاتوي چې ښایي د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم لوړه شي ځکه چې تر اوسه لا هم ډېر خلک تر خاورو لوټو لاندې دي.
































