امریکا او د فارس خلیج هېوادونو یو ځل بیا پر ایران سختې نیوکې کړې دي. دغه دواړو لورو په یوه ګډه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ایران د تل په څېر د خبرو فرصت ضایع کوي او د نوو وسلو په ازمویلو سره ټوله سیمه په تېره فارس خلیج او منځنی ختیځ بې ثباته کوي. دوی ویلي چې که ایران مذاکراتو ته تیاری و نه ښيي او له خپلو اټومي فعالیتونو په شا نه شي نو ښایي له سختو فشارونو سره مخ شي. په اعلامیه کې په ایران کې د بې پيلوټه الوتکو د جوړولو او نوو توغندیو د ازمویلو په تړاو هم اندېښنه ښوودل شوې او یادو هېوادونو زیاته کړې چې د ایران دا کړنې به ټوله سیمه بې ثباته کړي.
































