د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د ایران په هغو سیمو کې به، چې د کرونا وبا خطر پکې کم دی، جوماتونه سبا بیا بېرته پرانیستل شي. ایران چې د کرونا وبا له کبله سخت ځپل شوی دی، جوماتونه يې د مارچ میاشتې په لومړیو کې بند شول. روحاني نن د کرونا وبا د مخنیوي له مسوولو چارواکو سره د ویډیو کنفرانس له لارې ویلي، چې د ایران په ۱۳۲ ولسوالیو کې به چې د ټولو له دریو یوه برخه جوړوي جوماتونه سبا بېرته پرانیستل شي. هغه همداراز وویل چې د کرونا وبا پرضد د مبارزې موظفه کمېټه د روانې مې میاشتې په ۱۵ مه نېټه د ښوونځیو د بیا پرانیستو په اړه هم غور کوي.
































