د هند په اندرا پردیش ایالت کې وروستیو راوتلیو سیلابونو ۱۷ کسان مړه کړي دي. ان ټي وي راپور ورکړی دی چې دا سیلابونه د وروستیو تېزو بارانونو اورېدو له امله راوتلي دي چې په نتیجه کې یې ۱۷ کسانو خپل ژوند بایللی او ۱۰۰ نور تري تم دي. د یاد ایالت تیروپاتي ښار څخه خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې دغه ښار اوبو پر سر اخیستی دی او خلک د ځان ژغورنې په هڅه کې دي. د یاد ایالت چارواکو ویلي چې ځپل شویو سیمو ته یې مرستندویه ډلې لېږلې دي او هڅه کوي چې د نورې مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي. دوی ویلي چې ښایي د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم لوړه شي ځکه چې لا هم په ټولیزه توګه ځپل شویو سیمو ته لاسرسی نه لري.
































