د راپورونو له مخې پېښه تېره شپه ۱۱ بجې د ګرشک ولسوالۍ په نهر سراج سیمه کې شوې ده. امنیتي سرچینې وایي چې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر یوې قرارګاه موټر بم برید کړی دی او په پېښه کې د پوځ درې سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. د والي ویاند عمر ځواک هم پېښه تاییدوي او وایي چې د تلفاتو د ډېرېدو شونتیا شته ده. د ګرشک ولسوالۍ امنیتي چارواکي وايي برید د یوه مازدا ډوله موټر په وسله شوی دی. یوه امنیتي چارواکي د نامه نه ښودو په شرط ویلي چې په پېښه کې اووه افغان سرتېري وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي.
































