د افغانستان ا.ا د فرهنګي کمیسیون غړي احمدالله وثیق ویلي چې متحده عربي اماراتو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو پر سیاسي فعالیتونو بندیز لګولی دی. نوموړي زیاته کړې ده چې اماراتو د اشرف غني په ګډون، عطا محمد نور، حمدالله محب او یو شمېر نور هغه چارواکي چې په یاد هېواد کې ژوند کوي له سیاسي فعالیته منع کړي دي خو یادو پخوانیو چارواکو او د متحده عربي اماراتو حکومت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو مخکې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني او هغه ته نږدې کسان د دریم هېواد له لارې متحده عربي اماراتو ته تللي دي.
































