کام ایر هوایي شرکت خبر ورکړی دی چې تر میاشتو ځنډ وروسته به راتلونکې اوونۍ د لومړي ځل لپاره د کابل-تاشکند او تاشکند-کابل ترمنځ الوتنې پیل کړي. د یاد هوایي شرکت رییس زمري کامګار ویلي چې راتلونکې اوونۍ به دغه شرکت د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ دوه اړخیزې الوتنې پیل کړي. دا خبر وروسته تر هغه دی چې نن د افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف په کابل کې د افغانستان ا.ا له چارواکو سره لیدنې کړې دي او دواړو لوریو د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو پراختیا ترڅنګ پر نورو مهمو مسائلو خبرې اترې کړې دي.
































