امریکا وایي طا لبان دې د عفوې پر ژمنه عمل وکړي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې له طا لبانو سره دوه ورځني مذاکرات پای ته رسېدلي او پر مهمو مسایلو خبرې شوې دي. دده په وینا په مذاکراتو کې پر ترهګریزو ګواښونو، امنیتي مسایلو، د افغانانو پر تګ راتګ او افغانانو پر حقونو خبرې شوې دي.
ویسټ همدا راز وایي چې په افغانستان کې د ځينو امنیتي پېښو په اړه اندېښنه لري او د بشري حقونو د څارونکو ډلو راپورونه د اندېښنې وړ دي.
هغه ویلي طا لبانو ته په کار ده چې د عفوې پر ژمنه عمل وکړي، له هدفي بریدونو ډډه وکړي او هغه مسوولین تر پوښتنې لاندې راولي چې په وروستیو کې یې په هدفي بریدونو کې لاس لرلی وي.
































