د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې که چېرته نړۍ له طالبانو سره تعامل ونه کړي نو تر ټولو ستره بیه به پرې کړي. نوموړي په خپله تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې که چېرته افغانستان یو ځل بیا سقوط وکړي نو مسوولیت به یې د هغوی پر غاړه وي چې طالبانو سره تعامل ته غاړه نه ږدي. خلیلزاد دغه راز څرګنده کړې ده چې جوبایډن هم د ټرمپ په څېر نه غوښتل چې له افغانستانه د سرتېرو ایستل په شرایطو پورې وتړي. هغه د خپلو خبرو پر دوام په افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی دی او زیاته کړې یې ده چې له اړمنو افغانانو سره د مرستې یوازینۍ لار له طالبانو سره تعامل دی او که داسې ونه شي نو تر دې د بد وضعیت تجربه هم له امکانه لرې نه ده.











