چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

آيا امريکا دا جرئت لري، چې د افغان قربانيانو کورنيو ته په ډيموکراتيکې سرمشريزې کې د ګډون بلنه ورکړي؟

لیکنه: زرینه؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 2, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
آيا امريکا دا جرئت لري، چې د افغان قربانيانو کورنيو ته په ډيموکراتيکې سرمشريزې کې د ګډون بلنه ورکړي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

که امريکا تاوان راکړي، خو بيا هم زما زوی نه شي را ژوندی کېدای، که امريکا په حقيقت کې بشري حقونو او انساني ژوند ته په درنه سترګه ګوري، نو د دې پېښې مجرمين بايد پيدا کړي.

دغه خبرې د کابل اوسېدونکي زمري قربانزاده خبري  رسنيو ته کړې دي. د امريکا په مشرۍ بهرنيو ځواکونو د روان کال په اګست مياشت کې  د کابل هوايي ډګر ته نږدې له چاودنې وروسته پر ولسي وګړيو بې توپيره سختې  ډزې وکړې او یو شمېر کسان يې ووژل، چې په وژل شوو کې د زمري قربانزاده زوی هم شامل و.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

امريکا په افغانستان کې بې ګناه کسان وژلي، خو تراوسه ورسره حساب نه دی شوی. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت معين ريابکوف ويلي، امریکا افغانستان په ډېرو سختو ستونزو کې ګير پرېښوده او اوس په بې شرمۍ د ډيموکراسۍ ځانګړې غونډه رابولي.

 آيا امريکايي سياستوال دا جرئت لري، چې د افغان قربانيانو کورنيو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي؟

په دغه غونډه کې د ګډونوالو نوملړ، چې د امريکا له لوري خپور شوی، د دې هېواد رياکارانه بڼه بربنډه کړې، ځکه امريکا د ډيموکراتيک نظام د جوړولو په پلمه د شلو کلونو لپاره په افغانستان کې خپل ځواکونه ميشت کړي وو، خو اوس یې افغانستان   د دې ډيموکراتيکې سرمشريزې د ګډونکوونکو  په لېست کې نه دی شامل کړی. پر افغانستان  د امريکا تپل شوی ډيموکراتيک نظام وپرځېده او ناکام شو، خو امريکا بيا هم د ډيموکراسۍ په نوم سرمشريزه رابولي. د دغه هيواد دا کړنه د دې ښودنه کوي، چې په نورو هېوادونوکې د ډيموکراتيک نظام د جوړولو او اصلاحولو په برخه کې د امريکا د مرستو اصلي هدف پوځي مداخله ده او په ياده سرمشريزه کې بلنه شوي هېوادونه د امريکا له لوري انتخاب شوي ملګري دي او رول يې له امريکا سره په ګډه د ډيموکراسۍ په پلمه د دغه هېواد سيالان له نړيوالې ټولنې څخه ګوښه کول دي.

که امريکا ډيموکراسۍ او بشري حقونو ته په درنه سترګه ګوري، نو بايد د افغان قربانيانو کورنيو  ته بلنه ورکړي، چې په دغې جوړېدونکې ډيموکراتيکې سرمشريزې کې ګډون وکړي او نړيوالو ته وښيي، چې په افغانستان کې د ډيموکراتيک نظام د جوړولو او اصلاحولو لپاره د امريکا د تېرو شلو کلنو هڅو  څه نتيجه ورکړې ده؟.

 د افغانستان د بشري حقوقو کارپوه د ترکيې د ملي راډيو او تلويزيون په ويبپاڼه کې يوه مقاله خپره کړې او ليکلي يې دي، چې که امريکا ډيموکراتيکه سرمشريزه رابولي، دا به ښه وي، چې افغانانو ته په دې غونډې کې د ګډون بلنه ورکړي او امريکا دا حق نه لري، چې زموږ له وينو، غمونو او تورو تيارو څخه ګټه واخلي او خپله ډيموکراسي ولمانځي او دا کار په کومو سترګو ترسره کوي؟

دا څرګند ټکی دی، چې امريکا  افغانانو ته په دې غونډې کې د ګډون بلنې د ورکولو جرئت نه لري، ځکه دغه هېواد ډاريږي، چې افغان استازی به هلته د امريکې رياکاره څېره بربنډه او رسوا کړي.

که څه هم واشينګټن افغانانو ته بلنه نه ده ورکړې، خو دغه هيوا خپل جرمونه نه شي پټولی.

 د بريتانيې د ((اېر وارس )) څېړنيز ارګان يوه شمېره خپره کړې او  ښيي، چې په تېرو شلو کلونو کې د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې د امريکايي ځواکونو د هوايي بريدونو له امله لږترلږه ۲۲زره عام وګړي وژل شوي، خو امريکې لږ تر لږه د دغو قربانيانو له يوې کورنۍ هم بښنه نه ده غوښتې.
ډېرو ولسي وګړو سي اېم جي ته ويلي، چې امريکا افغانستان ته ډېرې سختې ستونزې اړولې دي. د کابل اوسېدونکی عبدالرشيد وايي، امريکايي ځواکونه له افغانانو سره د مرستو لپاره نه، بلکې د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلي وو او اوس يې  افغانان په کورنيو ستونزو کې ګير کړي دي.

له شکه پرته د امريکا له خوا رابلل شوې ډيموکراتيکه سرمشريزه ډيموکراسۍ پورې تړاو نه لري او امريکا د خپل معيار له مخې ډيموکراتيک هېوادونه انتخابوي او د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ  تضادونه او تقابل راپاروي، چې د امریکا دغې کړنې ډيموکراسۍ ته تر ټولو لوی ګواښ پېښ کړی دی.

د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د څېړنيز مرکز کارپوه سورابه ګوپتا وايي، د امريکې ډيموکراتيکه سرمشريزه به يوازې نړيواله ټولنه وپاشي او بل هيڅ ارزښت به ونه لري.

د امريکې ډيموکراتيکه سرمشريزه به واشينګټن پر ډيموکراتيکې نمونې بدل نه کړي، بلکې د دغه هيواد رېښتينې بڼه به نوره هم  بربنډه او  رسوا کړي.

Previous Post

م.م: افغانستان سره د لا ډېرو مرستو د جذب په لټه کې یو

Next Post

امريکا غواړي په افغانستان کې د ناکامې ډيموکراسۍ د معيار له مخې تش په نامه ډيموکراتيکه سرمشريزه تر سره کړي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
امريکا غواړي په افغانستان کې د ناکامې ډيموکراسۍ د معيار له مخې تش په نامه ډيموکراتيکه سرمشريزه تر سره کړي؟

امريکا غواړي په افغانستان کې د ناکامې ډيموکراسۍ د معيار له مخې تش په نامه ډيموکراتيکه سرمشريزه تر سره کړي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

وانګ يي د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوال سره وکتل

سپتمبر 13, 2024
کابل کې د «ادې» په نوم خصوصي راډیو فعالیت پيل کړ

کابل کې د «ادې» په نوم خصوصي راډیو فعالیت پيل کړ

فبروري 14, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved