د هېواد د عامې روغتیا وزارت نن ویلي، چې د روان مېلادي کال له پیله بیا تر اوسه پورې په ټول هېواد کې د ماشومانو د فلج پېښې ۱۱ ته رسېدلي دي. د عامې روغتیا وزارت د پولیو د نابودۍ څانګه وایي، نوې ثبت شوې پېښې د کندهار ولایت په شاولي کوټ، د کونړ په شلتن او شیګل، د بدخشان په یاوان، د بلخ په دهدادي او د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالیو کې ثبت شوې دي. د روغتیا وزارت د عامه پوهاوي د ځانګې مسوول ډاګټر ګلاخان ایوب وایي، د روان مېلادي کال په لومړیو کې هم د پولیو پنځه نورې پېښې په هلمند، زابل، نیمروز، لغمان او فراه ولایتونو کې ثبت شوې وې. عامې روغتیا وزارت وایي د کرونا ناروغۍ په خپرېدو سره په هېواد کې د پولیو ضد واکسینو کمپاین ځنډېدلی دی. افغانستان، پاکستان او نایجیریا هغه درې هېوادونه دي، چې لا هم پکې د ماشومانو د فلج ناروغي نه ده نابوده شوې.
































