چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

په افغانستان کې امریکايي جنایتونه ولې نه څېړل کېږي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 7, 2021
in تبصرې
0
په افغانستان کې امریکايي جنایتونه ولې نه څېړل کېږي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

نړیوالې جنايي محکمې یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې به د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو جنګي‌ جنایتونه نه څیړي. ددې محکمې مسوولینو ویلي‌ چې دوی ‍په افغانستان کې یوازې د طالبانو او داعش جنګي جرمونه څیړي. نړیوالې جنايي محکمې په پیل کې پرېکړه کړې وه چې په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو جنایتونه هم څیړي، خو د امریکا له سخت غبرګون سره مخ شوه او پر مسوولینو یې بندیزونه ولګېدل. وروسته نړیوالې جنايي محکمې د جنایتونو د څېړلو لپاره د اسنادو د را ټولو پرېکړه وکړه او ورپسې یې وویل چې دوی په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو جنایتونه نه څیړي.

د نړیوالې جنايي محکمې دا پرېکړه ښيي چې په نړۍ کې لا هم عدالت نشته او قانون یوازې د کمزورو د ځپلو لپاره دی. امریکا او نور زورور د هر ډول جرمونو او جنایتونو د ترسره کولو حق لري، دوی په دې اړه هیچا ته ځواب ویونکي نه دي او نه یې هم څوک د جرمونو او جنایتونو د څېړلو حق لري. دوی حق لري بې ګناه خلک ووژني، بندي یې کړي، شکنجه یې کړي، بمونه پرې وغورځوي، د بدن غړي یې پرې کړي، ممنوعه وسلې پرې استعمال کړي، د بمونو مور پرې ور وغورځوي او هر ډول جنایت وکړي. دا په اوسنۍ نړۍ کې د امریکا او نورو زورورو حق دی او همدا د اوسنۍ نړۍ عدالت دی. له بله اړخه په اوسني نړیوال ن‍ظم کې نړیوال قوانین، ملګري ملتونه، د بشري حقونو سازمانونه، د جرمونو نړیواله محکمه او نور نړیوال بنسټونه هم یوازې ددې لپاره دي چې د امریکا او نورو زورورو دغه جنایتونه یا پټ کړي او یا هم مشروعیت ورکړي. له بله اړخه دوی بیا هڅه کوي هغه ځواکونه چې له دوی سره یې جګړه کړې او دوی ته یې ستونزې جوړې کړې دي، باید تورن شي، باید تر فشار لاندې راشي او ټول نړیوال قوانین او بنسټونه باید د دوی پر ضد وکارول شي.

نړیواله جنايي محکمه په دې پرېکړې سره نه یوازې دا چې خپل حثیت له منځه وړي، بلکې د اوسنۍ نړۍ د د مسخره شوي عدالت یو واقعي تصویر وړاندې کوي. له بله اړخه همدا چې دوی وايي په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو جنایتونه نه څیړي، دا خ‍‍پله ښيي چې امریکا او ملګرو یې په افغانستان کې جنایتونه کړي دي. که نړیواله جنايي محکمه یا بل بنسټ یې وڅیړي او که نه، په افغانستان کې د امریکايي‌ او نورو بهرنیو ځواکونو جنایتونه له چا پټ نه دي او دا د تاریخ یوه داسې برخه ده چې سترګې نه شي پرې پټېدلی. امریکا د ګوانتانامو زندان څنګه پټوي، د بګرام د وحشتونو کیسې به څنګه ورکې شي، پر افغان خاوره زرګونه هغه معیوبین به څوک پټ کړي چې امریکايي جنایت یې د بدن غړي ترې اخیستي، زرګونه یتیمان او ګونډې به له چا پټې شي چې امریکایانو یې پلرونه او د کورنۍ غړي وژل‍ي دي. د بمونو د مور او نورو ممنوعه وسلو استعمال به د چا له ذهنونو پاک کړي. خپله د امریکايي جنرالانو او نظامیانو اقرارونه او آن د کړو جنایتونو له امله د هغوی ځان وژنې به څنګه پټې شي. له امریکا تر اسټرالیا به هغه وجدانونه څنګه غلي کړي چې ددغو جنایتونو د رسوا کولو هڅې کوي!؟ دا یو هم نه کېږي. په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو جنایتونه د تاریخ برخه ده او هېڅوک یې نه شي پټولی.

Previous Post

اسراییل غواړي امریکا پر ایران برید ته وهڅوي

Next Post

برېټانیا د تخلیې ماموریت کې په لټۍ تورنه شوې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
برېټانیا د تخلیې ماموریت کې په لټۍ تورنه شوې ده

برېټانیا د تخلیې ماموریت کې په لټۍ تورنه شوې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

«چيو شه» مجله به د شي جين پينګ مهمه ليکنه «د سمندري اقتصاد باکيفيته پرمختګ ته وده ورکړل» خپره کړي

مارچ 15, 2026
امریکا کې د کرونا له امله د مړو شمېر تر ۷۲۱ زرو واوښت

امریکا کې د کرونا له امله د مړو شمېر تر ۷۲۱ زرو واوښت

اکتوبر 15, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved