ترکیې او قطر له افغانستان سره د مرستو پر دوام او تنظیم خبرې کړې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په دوحه کې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د ګڼو مسایلو تر څنګ د افغانستان پر روان وضعیت هم خبرې شوې دي.
دواړو په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي چې له افغانستان سره به یې بشردوستانه مرستې دوام کوي او همدا راز پر دې یې هوکړه کړې چې څنګه وکولی شي دغه هېواد ته مرستې ورسوي او د مرستو په تنظمولو او جلبولو لاس پورې کړي.
قطري لوري ویلي له خپل متحد هېواد ترکیې سره یې د کابل هوايي ډګر پر امنیت او بشپړ فعالېدو هم خبرې کړې دي. سرچینه وایي د افغانستان له نوي حکومت سره هم په دوامداره توګه په اړیکه کې دي، څو وکړی شي هوايي ډګر فعال کړي او تعاملاتو ته زمینه برابره کړل شي.
































